- مطابق
(ژباړه)
خبر
د ۲۰۱۷م د دسمبر پر لومړۍ د اینترفاکس خبري اژانس داسې خبر خپور کړ: « په روسیه کې د سوریې د سفیر ریاض حداد د جمعې ورځې وینا ته په کتو سره، د احمد قادیروف د خیریه صندوق په مرستو به ډېر ژر د سوریې د حلب او حمص په ولسوالیو کې وېجاړ شوي جوماتونه جوړ او پرانیستل شي.»
تبصره:
له لومړۍ ورځې چې روسیې په بې رحمانه ډول د سوریې پر شریفو خلکو، سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو د زرګونو بمونو د غورځولو اقدام وکړ، د چچن ولسمشر رمضان قادیروف له دغه وحشت څخه ملاتړ کاوه او نن په سوریه کې د خپل پلار له خیریه صندق څخه د تاریخي ویجاړو شوو جوماتونو د رغولو لپاره مرسته کوي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:
«إِنْ لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ.»
(رواه ابن ماجه)
ژباړه: که شرم نه کوې، نو څه چې غواړي ویې وکړه.
اسلامي امت داسې مرستندویانو ته اړتیا نه لري، ځکه دوی داسې کسان دي، چې هڅه کوي اسلامي خاورې همداسې د کفارو تر ښکېلاک لاندې پاتې شي؛ بلکې اسلامي امت د تېر په څېر هغو مخلصو نرانو ته اړتیا لري، چې د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق کلمې د ویلو توان ولري. هغه نران چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره له امت سره مرسته کوي. له هغې وروسته، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت د مسلمانانو په برخه شي، اسلامي دولت به د مسلمانانو له پت ساتنه او د مقدساتو به یې احترام کوي او له دوی څخه به ملاتړ وکړي او د مسلمانانو جوماتونه او ویجاړ شوي ځایونه به په لنډ وخت کې بیا جوړ شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا﴾
ژباړه: وایي چې د الله سبحانه وتعالی د نصرت ژمنه څه وخت را رسېږي، ور ته ووایه: وخت یې نږدې دی.
لیکوال: سلیمان ابراهیموف
ژباړن: بشارت